Skip to content

درخت دانش کتابتون ته ښه راغلاست!

Counter

  • Site Counter:5,074
  • Unique Visitor:1,365
  • Registered Users:1,398
  • Unregistered Users:24
  • Blocked Users:15
  • Published Nodes:1,795
  • Unpublished Nodes:526
  • Server IP:198.58.114.210
  • Your IP:66.249.65.93
  • Since:25 May 2017
  • Visitors:
    • Today:70
    • This week:1,086
    • This month:4,935
    • This year:5,075

زموږ د پرمختګ پر لور کتابتون لټولنه

ورستی خبرونه:

جون 10th, 2017
جون 14th, 2016

زموږ د کړنو په هکله نور پوهاوی

ښه راغلاست!

Mountains

د افغانستان د ښځو لپاره د کاناډايي ښځو ټولنه په دې عقيده ده چې د افغانستان د ښه راتلوونکي لپاره تر ټولو مهمه پانګونه د ښوونکو پر روزنه ده. پر ښوونکو پانګونه په دې معنی ده چې د دوی پر مسلکي پرمختيا پانګونه وشي او هغوی لپاره د پوهې او معلوماتو ته د لاسرسي داسې زمينه مساعده شي چې په دوی کې د خپلکارې زدکړې انکیزه راوټوکوي. دا کار به پخپل نوبت د افغانستان ځوان نسل لپاره د باکيفيته زدکړو د برابرولو په څير مهم کار ته لاره هواره کړي. 

د باکيفيته زدکړو پر وړاندې پروت يو لوی خڼد د ښوونکو او زده کوونکو لپاره دهغوی په مورني ژبه د درسي موادو او سرچينو نشتوالی دی. زیاترو اورګانونو او افرادو ددې تشې د ډکولو لپاره د ټاکلو سرچينو تابيا کړې ده خو دغه کار يې يوازې د خپلو پروګرامونو لپاره کړی دی.  

د درخت دانش کتابتون په دې لټه کې دی چې د کيدون تر بريده دا ډول سرچينې راغونډې کړي، په بهرنيو ژبو بلد افغانان د ګټورو سرچينو د ژباړې مرستې ته وهڅوي او دا ژباړې کليکسيو ته زياتې کړي او ښوونکي هم وهڅوي چې خپل ښوونيز مواد له کتابتون سره شريک کړي. موږ په دې لټه کې يو چې افغان ښوونکي د پرانستو ښوونيزو سرچينو د ټولنې برخه وګرځي او د دې پرانستو سرچينو زيرمه د افغانو ټولګيوالو په ګټه وکاروي.

موږ په دې لټه کې یو چې له افغان ښوونکو سره مرسته وکړو او دوی وهڅوو چې د پوهنې د وړتيا او د پوهنيزو توکو له غورځنګ سره پيوستون وښيي او د درخت دانش کتابتون بشپړ شي چې د درسي ټولګيو په باکيفته کولو کې اغيزمنه ونډه لري.

له کتابتون څخه د ګټه اخيستنې لپاره تاسې په دې ويبسايټ کې ځان راجستر کړئ، او بيا د کتابتون دري، پښتو او انګريزي ټولګې وپلټئ، خپله پرانستې سرچينه د کتابتون اړونده ټولګې ته ورزياته کړئ. له موږ سره مرسته وکړئ چې د کتابتون د ټولګو د رغونې لپاره لا زياتې سرچينې پيدا کړو. په افغانستان کې د ښوونې او روزنې په اړه د معلوماتو او د ښونې او روزنې څخه د ملاتړ لپاره دا ځای وګورئ.

زه تل په دې اند يم چې جنت به هم يو ډول کتابتون وي." [جارج لویس بورگیس]
ښوونکی هغه شمعه ده چې د نورو د روښنايۍ لپاره خپل ځان سوزوي. [افغاني متل]
غر که هرڅومره لوړ وي پر سر يې لار ده. [افغاني متل]
څاڅکی څاڅکی اوبه دریاب جوړوي [افغاني متل]
د دې لپاره چې ټولنې ته مو د صدر اسلام د ښځو هومره چوپړ برابر کړی وي، د کیدون تر بريده بايد د پوهې د ترلاسه کولو هڅه وکړو. [ملکه ثریا، ۱۹۲۶]
که د پرون په پرتله دې يوه کليمه هم زیاته زده کړي وي، له تا به يو بيل انسان جوړ کړي.